Ibn Sina تاریخ _ هویت و علي سينا چې له - TopicsExpress



          

Ibn Sina تاریخ _ هویت و علي سينا چې له لویه سره د اوسني افغانستان د بلخ ولايت دى، اصلي نوم يې حسين، پلار يې عبدالله او د نيكه نوم يې سينا ؤ. دې د ۹۸۰زېږيز كال کي ، د سامانيانو د واكمنۍ په دوره كې د بخارا د افشنې په كلي كې وزېږېد. سينا څه كم و زيات ۱۱۵- ټوكه كتابونه ليكلي چې په بېلابېلو علومو كې دي، زياتره كتابونه يې د فلسفې او رنځپوهنې امورو كې دي. ابن سينا د اسلامي نړۍ نوموتې فلسفي دى چې اسلامي فلسفې ته يې نه هېرېدونكي خدمتونه كړي. د ابن سينا مشهور كتاب (كتاب القانون) نومېږي چې په رنځپوهنه كې يې ليكلې دى. د ابن سينا ژوندليك د جوزجاني له خولې پلار مې عبدالله د بلخ څخه ؤ، چې د ساماني واكمن نوح د منصور د زوى په پېر كې بخارا ته راوكوچېد، چې په هغه وخت كې د اسلامي تمدن زانګو وه. پلار مې ساماني واكمنۍ په ديواني دفتر كې كار پېل كړ او د افشنه په نامه كلي كې يې زما مور ځانته په نكاح كړه. د مور نوم مې ستاره وه. زه د صفرې په مياشت كال ۳۷۰هجري لمريز كال له خپلې مور څخه وزېږېدم. نوم يې راباندې حسين كېښود. پلار مې څه موده پس بخارا ته وكوچېده، په هغه ځاى كې يې زه ښوونكيو ته وسپارلم ترڅو قرآن كريم او ادب زده كړه. د ژوند لسم كال په پاى ته رسولو سره مې قرآن كريم او ادب كې لوړ مقام ته ورسېدم تردې بريده چې زما ښوونكي زما پوهې ته اريان پاتې شول. په هغه وخت كې د ابو عبدالله په نامه يو كس بخارا ته راغې، او د هغه وخت علوم يې زياتره زده ول. پلار مې دا سړې خپل كورته راوست ترڅو وكړاې شم له هغه څخه يوڅه زده كړم. كله چې نوموړې زموږ كور ته راغې نو ما د اسماعيل زاهد څخه فقه زده كوله چې د هغه د غوره زده كوونكيو څخه وم، او په بحث او جدل كې چې د هغه وخت د پوهانو صفاتو څخه ول پوره برلاسې درلود. نوموړي عالم ماته منطق او هندسه را زده كړه، او د اساغوجي مشهور منطقي كتاب مې ورڅخه زده كړ.نو څرنګه چې يې زه په زده كړه كې ښه وليدم، نو زما پلار ته يې سپارښتنه وكړه چې له زده كړې څخه پرته يې په بل كوم كار ونه لګوي. او پرما يې هم تاكيد وكړ چې له زده كړې څخه پرته بل كار غور نكړم. ما خپل فكر په هغه څه چې زما ښوونكي ماته ويل مصروفاوه او خپل ذهن به مې د هغه څه په څېړنه اچوه. او هغه څه چې به مې ښوونكي ماته راښودل له هغه څخه ښه زده كول تردې چې منطق مې د هغه څخه زده كړ، او په دې فن كې له خپل ښوونكي څخه برلاسې شوم. كله چې زما ښوونكې له بخارا څخه ولاړ نو ما د الهياتو او طبعياتو علومو په زده كړه لاس پورې كړ. او لږ څه وروسته د رنځپوهنې علم ته مې لاس واچاوه. هغه څه چې مخكينيو حكيمانو ليكلي ول، ټول مې په دقت سره ولوستل. څرنګه چې د طب علم له ستونزمنو علومو څخه نه ؤ، نو په لږه موده كې لوړو پوړيو ته ورسېدم، ان تردې چې د رنځپوهنې زياتره لويو لويو پوهانو ماته ماته مخ راواړاوه او له ما څخه يې زده كړې پېل كړې. ما به ناروغانو درملنه كوله او يونيم كال مې پدې دنده كې تېر كړ. پدې موده كې لږې شپې به تېرې شوې وي چې په ويښه مې نه وي تېرې كړې، او لږې ورځې به تېرې شوې وي، چې له لوست پرته مې په بل كار تېرې كړي وي. د ابن سينا قبر لدې وروسته مې الهياتو ته مخه كړه او د ارستو د مابعد الطبيعه په نامه كتاب مې ولوست، مګر چندان پرې پوه نشوم. په همدې ډول مې نوموړې كتاب ۴۰ ځلې ولوست او په يادو مې زده شو، مګر د نوموړي كتاب په مطلب پوه نشوم. له ځان څخه نااميده شوم، او ځان ته به مې ويل چې ولې پدې پوه كې لاس رسې نه لرم. يوه ورځ ماذيګر د كتابپلورلو په بازار كې ګرځېدم، كتاب خرڅوونكې مې وليد چې څو كتابونه يې په لاس كې نيولي ول، او اخيستونكي پسې ګرځېده. زما څخه يې وغوښت ترڅو ورڅخه كتابونه واخلم. ما هم ورڅخه د ابو نصر فارابي مابعد الطبيعه نومې كتاب واخيست. كله چې كور ته ورسېدم بې له ځنډه مې په لوستلو پېل وكړ، او د مابعد الطبيعه چې مخكې پرې نه پوهېدم او له كړاوونو سره مخ ؤم حقيقت ته ورسېدم. د لوى توفيق په نصيب كېدو سره ډېر خوشاله ؤم، نو سبا ورځ مې د څښتن تعالى په لار كې ښه پرېمانه صدقه وركړه. پدې وخت كې زه ۱۷ كلنۍ ته داخل شوې ؤم چې له ۳۸۷هجري لمريز كال سره يې سمون كله چې زه ۱۸ كلنۍ ته ننوتم نو د منصور زوى نوح سخت ناروغه شو، د وخت رنځپوهان يې له درملنې څخه عاجزه شول، نو څرنګه چې ما په رنځپوهنه كې ښه نوم ګټلې ؤ زه يې دربار ته وروستلم او د نوح په درملنه مې پېل وكړ. ما د نوح درملنه وكړه او روغ رمټ شو. له هغه څخه مې وغوښتل ترڅو اجازه راكړي د هغه په كتابتون كې څېړنه وكړم. ډېر كتابونه مې هلته وليدل، چې د ډېرو يې چا نوم هم نه ؤ اورېدلې او ما هم ترهغه وخته نه ؤ ليدلي، و ددې كتابونو له مطالعې څخه مې ډېره ګټه ترلاسه كړه. څه موده پس مې پلار لدې نړۍ وكوچېد. او زما ژوند يې له كړاوونو سره مخ كړ. له بخارا څخه د خوارزم ګرګانج ته ولاړم. څه موده هلته په عزت سره واوسېدم. د هغه ځاى د امير ته مې لار پېدا كړه. او د څو كتابونو په ليكلو برلاسې شوم. مخكې لدې مې هم په بخارا كې څو ټوكه كتابونه ليكلي وه. پدې وخت كې د نړۍ حالات خراب شوې وه. نو ناچاره له ګرګانج څخه بهر راووتم، او يو څه موده هسې اخوادېخوا وګرځېدم. ګرګان ته ورسېدم او يو څه موده هورې پاتې شوم، او يو څو كتابونه مې وليكل. ابو عبېد جوزجاني په ګورګان كې زماڅنګ ته راغې. ابو عبيد جوزجاني وايي: دا وه هغه څه چې زما ښوونكي د خپل تېر حال په اړه ماته ويلي ول. څرنګه چې زه د په هغه خدمت كې شوم. او د ژوند ترپايه همهغه سره وم. ډېر شيان مې له هغه څخه زده كړل. او د هغه ډېر كتابونه مې وليكل. ښوونكې مې پس له څه مودې رې ته ولاړ او د مجد الدوله په خدمت كې چې د هغه ځاى واكمن ؤ او د تورې ټوخلې په ناروغۍ اخته ؤ درملنه وكړه. وروسته لدې څخه د قزوېن په لور وخوځېد او له هغه ځاى څخه د همدان په لور وخوځېد او د يوه اوږدې مودې لپاره هورې پاتې شو. په همدې ښار كې ؤ چې د شمس الدوله ديلمي د وزارت په منصب ونازاوه. په همدې موده كې يې د (قانون) په نامه كتاب وليكه او د شفا په نامه ست كتاب يې هم زما په غوښتنه وليكه. كله چې شمس الدوله له دې نړۍ څخه سترګې پټې كړې نو د هغه زوې يې ځايناستې شو، ابن سينا د هغه د وزارت څوكۍ ونه منله، نو لدې كبله يې پدې پهانه چې هغه د اصفهان له واكمن سره اړيكې لري زندان ته واچول شو او ۴ مياشتې موده يې هلته تېره كړه. او په زندان كې يې ۳ كتابونه وليكل. له زندان څخه راوتو څخه وروسته يوڅه موده په همدان كې پاتې شو تردې چې د دروېشانو په جامه كې له ښاره بهر راووت او د اصفهان په لورې وخوځېد. زه، د هغه ورور او دوه كسه نور ورسره د لارې ملګري وو. وروسته له ډېرو كړاوونو اصفهان ته ورسېدو. د اصفهان واكمن علاء الدوله زما ښوونكي ته په ګرمۍ سره ښه راغلاست ووايه او د هغه پلونه يې ډېر د قدر وړ وګڼل. او تل مدام به يې هغه له ځان سره په هر حال سفر، حضر، جګړه، او سولې كې له ځان سره ساته. سينا په همدې ښار كې د شفاء كتاب بشپړ كړ او په ۴۲۸هجري لمريز كال د هغه سفر په ترڅ كې چې له علاء الدوله سره يې د همدان په لورې كاوه ناروغ شو او د همدان په ښار كې يې له دې نړۍ سترګې د تل لپاره پټې او په همهغه ښار كې خاورو ته وسپارل شو. د ابن سینا ليكنې ابن سينا د يو ويشتو كلو په عمر په ليكنو پېل وكړ، د زياتره تاريخ ليكونكو د رواياتو له مخې ده تر سل ټوكه زيات كتابونه او كتابګوټي ليكلي دي. د كابل چاپ د اريانا دايره المعارف ليكلي دي چي د پوهانو د هغه اثار ۲۲۰ كتابونه او كتابګوټي ښودلي چې د هغې له جملې څخه سل ټوكه خطي او چاپي اثار اوس هم موندل كېږي. لدې وجې چې د ابن سينا د اوسېدو په پېر كې عربي ژبه د علم او پوهې ژبه وه، نو ځكه د نوموړي رنځپوه زياتره ليكنې په عربي ژبه ليكل شوي دي، چې وروسته بيا نورو ژبو ته ژباړل شوي دي. د ابن سينا ليكنې په لاندې ډول ډلبندي كوو: ساپوهنه كله چې ابن سينا په خپلو ليكنو كې د اروا (نفس) كلمه استعمالوي مراد يې روح دى. د ناطقې نفس پېژندنه د اروا (نفس) په اړه د خلكو اختلاف د بدن سره د اروا اړيكې اروا پوهنه (عمل النفس) د اروايي قواوو څېړنه فلسفه الحكمه: دا كتاب د منطق، ختيزو فلسفو او تصوف اړه دى. شفا: دا كتاب چې ۱۸ ټوكه لري پر څلورو لويو برخو لكه منطق، طبيعيات، رياضيات او الهياتو وېشل شوې دى چې په حقيقت كې يو لوى فلسفيي دايره المعارف دى. دا كتاب د ابن سينا په ليكنو كې له ټولو څخه زيات پېژندل شوې او غوره كتاب دى، ددې كتاب موضوع مشايي فلسفه ، او ددې كتاب د ليكلو كال ۴۱۰هجري سپوږميز كال دى. د كتاب په لومړي سر كې د ابو عبېد عبدالرحمن محمد جوزجاني خبرې چې د ليكوال د موخې روښانه كوي چې د ارستو له رايو څخه اغيزمن دى يادونه شوې. د منطق څانګه په نهو او هر فن په څو مقالو كې دى. سرليكونه يې په دې ډول دي: ۱- اساسات، ۲- مقولات ۳- باري آرمنياس ۴- قياس ۵- برهان ۶- مغالطه ۷- شعر دا څانګه د ټولګي ۴ ټوكه په بر كې نيسي. نجات: دا هم فلسفي كتاب دى او د الشفاء د كتاب لنډيز بلل كېږي. الاشارات والتنبیهات: چې زياتره د منطق او حكمت د كتاب لنډيز بلل كېږي. شمېرپوهنه رسالة الزاوية مختصر إقليدس مختصر الارتماطيقي مختصر علم الهيئة مختصر المجسطي رسالة في بيان علّة قيام الأرض في وسط السماء، طبعت في مجموع (جامع البدائع)، في القاهرة سنة 1917م. طبيعي رسالة في إبطال أحكام النجوم رسالة في الأجرام العلوية وأسباب البرق والرعد رسالة في الفضاء رسالة في النبات والحيوان رنځپوهنه قانون فی الطب كتاب الأدوية القلبية كتاب دفع المضار الكلية عن الأبدان الإنسانية كتاب القولنج رسالة في سياسة البدن وفضائل الشراب رسالة في تشريح الأعضاء رسالة في الفصد رسالة في الأغذية والأدوية قانون: دا كتاب د رنځپوهنې په اړه دى، چې په پينځه ټوكو كې ليكل شوې. په ختيز او لوديز كې يې زيات شهرت درلود. په لاتيني ژبه هم ژباړل شوې دى. دا كتاب تر نولسمې زېږيزې پېړۍ پورې په اروپايي پوهنتونو كې تدريس كېده. موسیقی مقالة جوامع علم الموسيقى مقالة الموسيقى مقالة في الموسيقى د ابن سينا فلسفه اروا او نفس ابن سينا اروا د انسان د جسم څخه بېله او خپلواكه بولي، چې همدا د اسلام توضېح شوې موضوع ده. ده د اروا د خپلواك وجود د اثبات په اړه يو شمېر كتابونه او كتابګوټي ليكلي چې مشهور يې دا دي: ۱- د ناطقې نفس پېژندنه. ۲- د اروا (نفس) په اړه د خلكو اختلاف. ۳- د بدن سره د اروا اړيكې. ۴- اروا پوهنه (عمل النفس). ۵- د اروايي قواوو څېړنه.
Posted on: Fri, 21 Nov 2014 04:24:05 +0000

Trending Topics



Recently Viewed Topics




© 2015