Muhammad Arif by پاکستان له چې دوه قدمه - TopicsExpress



          

Muhammad Arif by پاکستان له چې دوه قدمه مخکښې ديکه ورکوې نو لس قدمه په شا ځي. په ملک کښې د خلقو د ډوډۍ درک نۀ لګي او جنګونه کوي د امريکې سره. ډالر 110 او يورو 150 ته ورسيدل. په ګرمۍ کښې خلق وائي د پاکستان د ټولو نه غټه مسله بجلي ده. په يخنۍ کښې وائي نۀ ګيس ده. او په سپبرلي کښې ورته کرپشن راياد شي. کۀ څوک وائي چې د ټولو نه لويه مسئله دهشت ګردي ده نو په 100 کښې 70 في صده ځوانان به درته پرپړے وليکښې چې امريکه لوئے دهشت ګرد دے او د پاکستان مسئله صرف په شريعت هوارېږي. تورے چشمې اچولې د پيښور پوهنتون نه فارغ يو ځوان نه يو ملګري تپوس وکړو چې ياره تا خو کمپيوټر سائنس کښې ماسټرز کړې دے نو زما دا ونډوز خرابه ده لږه ئې راله انسټال کړه نو هغۀ ورله جواب ورکړه چې يار ما خو تهيوري وئيلې ده او په کمپيوټړ پيخې نۀ پوهېږم. نن سبا په پيښور پوهنتون کښې د ميډيکل نه بس د بائيو کيمسټرۍ ډير سکوپ دے او ورپسې مائکروبيالوجي ده. يوې جينۍ په بائيو کيمسټرۍ کښې داخله اخستله نو چا ترے پښتنه وکړه چې دا بائيو کيمسټري څۀ ته وائي. هغې ورته اووے چې د دے د پاره پکښې ايډميشن اخلم چې سکوپ ئې ډير دے. بل چا ترے پښتنه وکړه چې دا سکوپ څۀ ته وائې نو هغې ورته وے ما ته څۀ پته خو خلق وائې چې سکوپ ډير دے نو. ته به وائې کۀ دوي د مېلې په چکر راغلې دي چې چرته رش ډير وي هم هغه ځائ کښې سر ورټمبي.
Posted on: Wed, 06 Nov 2013 19:09:28 +0000

Trending Topics



d
WWWAcct 12.5.0 (c) 2014 cPanel, Inc.... Dns Zone check is

Recently Viewed Topics




© 2015