My write-up for Mashaal Radio: The sons of the soil have been - TopicsExpress



          

My write-up for Mashaal Radio: The sons of the soil have been forcibly silenced. #Pashto #Fata #Taliban #Pakistan د تندلارو وسله والو روزونکې پديدې يوازې پښتانه مړه نه کړل بلکې په خپل برلاسي ليدلوري (dominant discourse) کې يې پړه هم کړل، د دوی وسلې او رسنۍ دواړې د يو غريب او در په در ولس خلاف استعمالېږي، د پښتنو اوږې يوازې په جنازو ستړې نه شوې بلکې سينې يې په داغونو او تورونو بار هم شوې، دا دواړه بارونه چې وړي نو ژبه به يې ضرور په حلق کې وچېږي،د پښتنو په حلق کې د نښتې ژبې څخه پاکستان دا ګټه اخلي چې خپل رياستي آواز ته د خلکو آواز ووايي، د ډرون په خلاف راپارېدلی له اټکه ورپورې سرود يو داسې آواز ثابت کړي لکه دا آواز چې له وزيرستانه د هغه ځای خلکو په لفافه کې د ډاک له لارې بمعرفتِ آبپاره چوک اسلام آباد رالېږلی وي.
Posted on: Tue, 19 Nov 2013 13:56:35 +0000

Trending Topics



Recently Viewed Topics




© 2015