د ارزګان ولایت چارواکي وايي، - TopicsExpress



          

د ارزګان ولایت چارواکي وايي، نامعلومو وسلوالو د دې ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ د پوهنې مدیر او درې نور ملکي کسان وژلي دي. د ارزګان د والي ویاند عبدالله همت ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ د خاص ارزګان ولسوالۍ د پوهنې مدیر عبدالهادي خان ، د هغه زوی، خوریی او یو کلیوال یې پرون ناوخته له ولسوالۍ نه کور ته د تګ په وخت د وسله والو کسانو په یوه کمین کې وژل شوي دي. که څه هم ښاغلي همت په دې اړه د تحقیقاتو خبر ورکړ خو ویې ویل چې اکثره وخت داسې حملې د دولت وسلوال مخالفین کوي. هیڅ کومې ډلې تر اوسه د دې حملې مسوولیت نه دی منلی.
Posted on: Thu, 01 Aug 2013 08:06:48 +0000

Recently Viewed Topics




© 2015