د اصلاح انلاین ویب پاڼې دغه لاندې - TopicsExpress



          

د اصلاح انلاین ویب پاڼې دغه لاندې ویډیو چې وروسته سپوږمۍ هم نشر کړه خپره کړې وه او وروسره یې لیکلي وو چې ټول کفار به خدای داسې وشرموي لکه جنرال پټریوس چې د خلکو لخوا ښکنځل کیږي، زمونږ د خلکو سوچ ډیر سطحي دی، له ځان سره باید دا ویلی وی چې ته وګوره پرون دغه کس د څلورو ستورو یو ډیر لوپوړی جنرال وو، د ناټو د ټولو عسکرو مشري یې په خلیج، عراق او افغانستان کې لره او بیا وروسته د سي آی اې رئیس هم پاته شو، له دغو ټولو سره سره د واټونو په سر پیاده مزل کوي، نه باډي ګارډان ورسره دي، نه زغروال موټران، نه واټونه ورته بند شوي دي او نه یې ساتونکي خلک ډبوي، دا هم ددغه جنرال احترام د خلکو لپاره دی چې هیڅ هم نه ورته وایي کنه نو کولای شي چې پولیسو ته زنګ ووهي او هغوی راشي دا خلک ورڅخه وشړي خو هغه د خپلو خلکو احترام کوي او پټه خوله روان دی، دا که زمونږ کوم یو وړوکی مشر هم وي په خدای چې پوستکی درنه وباسي، څوک خو د نر شي یوه وړوکي رئیس ته د څه ووایي. زه د دغه جنرال پلویتوب نه کوم نه هم دامریکایانو ښه یادوم خو راځئ مونږ او تاسو ورڅخه مثبت شیان هم زده کړو نه دا چې یوازې منفې اړخ ته یې ګورو. https://facebook/photo.php?v=634670023221273&set=vb.143793158975631&type=2&theater
Posted on: Sat, 14 Sep 2013 21:05:54 +0000

Trending Topics



Recently Viewed Topics




© 2015