د جګړې کړغېړن اقتصاد: جګړه لوی - TopicsExpress



          

د جګړې کړغېړن اقتصاد: جګړه لوی اقتصاد لري او د دواړو (جګړې او د جګړې اقتصاد) درول هم خورا ستوزمن کار دی. نن په ګران هېواد کې د طالب تر لوی عنوان لاندې یوازې مذهبي ډلې نه جنګېږي، بلکې مختلفې ډلې ټبلې دي، چې په سیستماتیکه توګه د تشنج د دوام په موخه د جکړه مارو او د جګړې منابعو پر تولید، اکمال او تداوم کار کوي. دې کې افغاني ډلې له بهرنيو مافیایي کړیو سره په تجارت کې شریک او د افغانستان ملت او دولت یې دواړه یرغمل نیولای. درست افغانستان، خو بدخشان ولایت بیا په ټولو کې ورایه بېلګه ده. د بدخشان او تاجکستان سرحد په رڼا ورځ د مخدره موادو او قیمتي کاڼو پر قاچاق مصروف دی. لکه د هېواد په نورو سیمو کې، په دغه ولایت کې امنیت همدغو مافیایي کړیو لخوا خراب شوی تر څو د هېواد زېرمې په اسانۍ سره وباسي او له سیند هاخوا پرته له کومې وېرې انتقال کړای شي. ددې تر څنګ، نن په افغانستان کې انتحاري حملې د یو تجارت په توګه شکل نیولای او پر طالبانو سربېره، د همدغو کړیو لخوا استعمالېږي. هره پېښه کې د طالب نوم په دې منظور کارول کېږي تر څو د عام ولس په سترګو کې خاورې ورشیندل شي او د دغو جنګي او اقتصادي مافیا له کړنو پرده پورته نه شي. د طالپ تر لوی عنوان لاندې افغان ولس خپل د لستوڼي مار هم ونه پېژانده. د سیمې خلک باید راووځي او ميډیا باید ملي شی تر څو د هېواد ملي شتمنیو په لوټلو کې دغه پټې څېرې بربنډې شي. د مخدره موادو کر یوې خوا ته، د تیزابو او نور کیمیایی موادو واردول خو له محدودو لارو امکان لري. همدا راز د مخدره موادو د انتقال لارې او نقشې خو ټولو ته مالومې دې، ويې دروئ! راتلونکي کاندیدان دې یوه خاصه طرح وړاندې کړي چې څنګه به له ګمرکاتو ته فساد او فاسد اشخاص لرې کوي. لعنت دې پر هغه وګړي وي چې افغانې مور زيږولای وي او دی د ملت شتمني د شخصي ګټو لپاره لوټوي! لړم ۲۶، ۱۳۹۲ bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2013/11/131115_aa-afghan-illegal-mining.shtml
Posted on: Sun, 17 Nov 2013 10:49:53 +0000

Trending Topics



Recently Viewed Topics




© 2015