داسیا او پسفیک هېوادونو دنفوس او - TopicsExpress



          

داسیا او پسفیک هېوادونو دنفوس او انکشاف شپږم نړیوال کنفرانس ترسره شو. دغه کنفرانس دټالینډ هېواد په مرکز بنکاک کې دملګرو ملتونودUNFPA او ESCAP په مرسته په لاره اچول شوې وه چې دافغانستان په ګډون د47 هېوادونو استازو په کې ګډون کړي وه . داسیااوپسفیک دهېوادونو دنفوس او انکشاف کنفرانس دوه برخې لرلې چې لومړې برخه یې دلوړرتبه تخنیکی (Senior officials segment) کسانو ترمنځ غونډه وه او دوهمه برخه یې دوزیرانو(Ministerial segment) ترمنځ جلسه وه البته دملګرو ملتونو داړونده ادارو لوړ رتبه استازو هم پکې ګډون درلوده . لمړې برخې په پیل کې لومړې دجلسې مشر وټاکل شو بیا دپیل وینا وړاندې شوه او هم په تیرو فعالیتونو رڼا واچول شوه او هم دغونډې داجنډا په اړه دَغونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې شول. همدارنګه دغونډې په جریان کې دهرهېواد استازو دخپلو هېوادونو دخپل عملیاتي پروګرام دتطبیق دستونزو ، ننګونو او راتلوونکو پلانونو په اړه هم خپل معلومات دغونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل . په لمړې برخه کې دهرهېواد لوړ رتبه کسانو دخپلو هېوادونو په لاسته راوړنو ، ستونزو، ننګونو ، او خپلو راتلوونکو پلانونو باندی رڼا واچوله او په دوهمه برخه کې چې دوه ورځې یې دوام وکړو ترڅو دغه سند درایې په اخیستلو په عمومې مجمع کې تصویب شو البته یوشمیر هېوادونو ددغه سند دځینو مادو سره چې دمذهبې او کلتورې لحاظه یې مشکل لرلو کلک مخالفت وښود او خپل ملاحظات یې ثبت کړل. دوهمه برخه چې دوزیرانو ناسته وه پدې کې هم دنفوسو دډیروالي ستونزواوپه نورو انکشافې برخوکې ویناوې ترسره شوی . دفقر او بیچاره ګې دکموالې ، روغتیا، دسارې ناوړه ناروغیو څخه دمخنیوې ، زده کړي ،دجندرمراعت کول او دښځولپاره دکارو بار زمینه برابرول ،نړیواله کډوالې ، دنفوسو او انکشاف او نورو برخوکې کې ګڼو ویناوالو ویناوې وکړي او په ټولو برخوکې یې دستونزو دمخنیوې لپاره نظرونه ورکړل. دافغانستان څخه داقتصاد وزارت مسلکي مرستیال پوهنمل حکم خان حبیبي ، دعامې روغتیا وزارت مسلکی مرستیال ډاکټراحمدحان نعیم چې دافغانستان هیئت مشرې یې هم پرغاړه لرله ، دښځوچارو وزارت مرستیالی مژګان مصطفوي ، دبهرنیو چارو وزارت دملګرو ملتونو دڅانګي مرستیال ، دمدنې ټولنو په استازیتوب ذکیه سیلمان ګډون کړ
Posted on: Wed, 02 Oct 2013 07:11:33 +0000

Trending Topics



0px;"> ********$2.50 to purchase, free to borrow with Kindle
The designers and engineers behind Volvo’s all-new XC90, which
"Working on Capitol Hill, I learned quickly that loyalty to the
Jessica, Sean, Conor, TC, Andrew, Alan, Peter, Alexis, Krystina,

Recently Viewed Topics




© 2015