وأنتم الأعلون ان کنتم مؤمنین - TopicsExpress



          

وأنتم الأعلون ان کنتم مؤمنین پرنټ Email تفصيل بـــــرخه: مقـــــالی او تبصرې 19 Jun 2013 لیکوال: قاري حبیب كـــتني: 174 bairagh wadani نن مې چې سهار انټرنیټ خلاص کړ ، لومړی خبر داوو چې طالبانو په قطر کې خپل سیاسي دفتر پرانیست ، له خبر سره ددې مهم رویداد انځورونه او ویډیو کلیپ هم وو ، ویډیو دطالبانو مشران ښودل ، چې د اسمان خوا ته یې خپل په کلمه طیبه مزین شوی بیرغ هسکاوو ، دې رویداد مې ذهن ته جټکه ورکړه ، یولسیزه شاته یې بوتلم . زموږ په سیمه امریکایي عسکرو هجوم راوړی وو ، د ( غرونو سیلۍ ) عملیات یې پیل کړې وو ، امریکایان خورا مغرور وو ، په لارو او کوڅو کې یې هاخوا دېخوا منډې وهلې او تورې دوړې یې جوړې وې ، دخلکو دروازې یې په لغتو وهلې ، کورونه یې تلاشي کول ( ټالیبان ــ ټالیبان ) بوغارې یې له خولو ختلې ، خو څه په لاس نه ورتلل ترڅو خپله بدماشي پرې تجربه کړي ، په پای کې یې دکلي په منځ کې په یوه نوې وهل شوې خټینه پخڅه سترګې ولګیدې ، دکلیو خلک چې دخټو کلا وهي ، نو دنظرمات لپاره ورته قسما قسم بیرغونه جوړوي او په لمده پخڅه یې ټومبي ، په پخڅه باندې په لګیدلو بیرغونو کې یو سپین بیرغ هم وو ، کله چې دامریکایي سرتیرو سترګې پرې ولګیدې ، نولکه کوم لوی دښمن یې چې موندلی وي ، نعرې یې کړې ، ټالیبان فلګ - ټالیبان فلګ ، یوه چاغ عسکر اورمیږ ټیټ کړ بل یې دپخڅې سرته پورته کړ ، دپینټګان عسکر دپخڅې په سر رپیدونکي سپینه ټوټه باندې ورغوټه کړل ، ټوټه یې راوکښله ، او په داسې فاتحانه انداز یې څيرې کړه ، لکه دصدام حسین مجسمه یې چې نړولي وي ، سپین بیرغ لاندې راغورځېد . . . خو . . . خو څوک چې الله تعالی نه وي غورځولي ، امریکا یې نه شي غورځولی ، نن مې هماغه سپین بیرغ لید ، پورته روان وو ، په زړه کې مې په دې الهي وعده ایمان تازه شو چې ( وأنتم الاعلون ان کنتم مؤمنین ) همدا تاسو لوړ یاست که چیرې رښتیني مؤمنان واست . نن مې طالبانو ته درښتیني ایمان مبارکي ورکړه ، ځکه ددوی علو( لوړتیا) ما په خپلو سترګو ولېده ، هغوی چې ټولې دنیا ټیټول ، خو ټیټ یې نه کړای شول او دادی دخپل سپین بیرغ په استناد پورته روان دي . . . ولله الحمد والمنة دطالبانو عسکونو ته ژور ځیر شوم ، په یوه عکس مې د(طیب اغا) خیال راغی ، داسړی مامخامخ نه دی لیدلی ، خو عکس مې یوې لسیزه وړاندې لیدلی ، دامریکایي یرغل دمستۍ شپې وې ، هرسهار به چې راپورته کیدلو په کلي به کاغذونه وریدلي وو ، امریکایانو خپلې تبلیغاتي پاڼې له الوتکو پاشلې ، یوه ورځ د پخوا خلاف نسبتا لوی کاغذونه امریکایانو پاشلي وو، دکاغذ په منځ د ډالرو دبنډل عکس وو ، هرې خوا ته یو لوټ ترې وتلی وو ، د لوټ په وتلې څنډه دڅوجهادي مشرانو عسکونه وو ، لس دولس عکسه وو ، اسامه بن لادن ، ملامحمد عمر مجاهد ، جلال الدین حقاني ، ایمن الظواهري ، سیف العدل ، سیف الرحمن منصور ، ابویحیی اللیبي څوکسان نور چې نومونه یې رانه هیر دي او طیب اغا . د طیب اغا دهغه مهال عکس دډیر کشرتوب وو ، چې امریکایانو دنورو جهادي څیرو غوندې دده په سرهم لکونه ډالر انعام ټاکلی وو . انسان ډیر کوتاه فکره او په ظواهرو خطا دی ، هغه مهال چا ګردسره داسې فکر نه کاوو ، چې بیابه داسې مهال راځي ، چې امریکایان به په طیب اغا پسې د وژلو په نیت نه بلکې د پخلا کولو په اراده ګرځي . پرون چې طیب اغا او ملګرو یې په قطر کې خپل بیرغ هسک کړ، اوباما د ) جي ۸ ) دسرمشریزې په پیڅه کې په ځړیدلو شونډو دغه اقدام وستایه او ویې ویل (the announcement of talks was an "important first step toward reconciliation" ( دمذاکراتو اعلان دپخلاینې لورته لومړنی او مهم ګام دی ) داچې طالبانو ددفتر له پرانستې وروسته په بګرام اډه خورا دروند برید کړی ، او دامریکایانو په اعتراف ګڼ عسکر یې وژلي ، خو امریکایي ولسمشر دطالبانو درسمي دفتر له افتتاح وروسته په یواړخیز ډول د پخلاینې خبرې کوي ، له دې معادلې اټکلولای شئ ، چې د طالبانو دریځ څومره لوړ او پیاوړی شوئ ، او مغروره امریکا د عجز او انکسار کومې ژورې ته غورځیدلې ده ، دادی موږ په سترګو وینو چې ( وجعل کلمة الذین کفروا السفلی وکلمة الله هی العلیاء ) الله تعالی دکفارو خبره ټیټه کړه او دحق کلمه لوړه ده . دا چې دبوش ځایناساتی اوباما دمرګ او بدماشۍ له دریځ څخه دننواتې او ابرومندانه انسحاب خبرې ته راځي ، او طالبان له سیاسي عرض اندام سره سره په امریکایي اهدافو خپلو تندریزو بریدونو ته ادامه ورکوي معنی یي داده چې دحق کلمه لوړه ده ، هوکې موږ پرون ولیدل چې دطالبانو په بیرغ لیکل شوې دحق کلمې مخ په لوړتیا وه ، او له الهي وعدې سره سم داسمان خواته پورته کیدله . رښتیا درته وایم ، کله مې چې لیدل چې دطالبانو سپین بیرغ دباد له څپو سره رپېده ، په احساساتو کې راغلم ، دا هماغه بیرغ دی ، چې یو وخت چا په لمده پخڅه نه شوای لګولای ، مګر نن دمسلمان اولس دمیړانې او تورې په برکت ددرستو نړیوالو ، سیمه ایزو او کورنیو دښمنانو دسترګو په وړاندې رپیږي ، او ددښمنانوپه زړونو لمبې تاووي . دا شمال چې نن دطالبانو بیرغ په ناز او نخرو رپوي ، هماغه شمال دی ، چې یو وخت یې دقلعه جنګي ، حیرتان ، او یرکنګ له دښتو د قتل عام شویو طالبانو دلنګوټو او سوزیدلو څڼووروستۍ ټوټې له ځان سره وړلې ، مګر نن دهماغو قربانیو په برکت دحق کلمه په جګو سترګو د ټولې نړۍ په وړاندې رپیږي . د طالبانو دشکست په اړه دامریکا لخوا په جوړ شوي مستند فلم کې امریکایانو ښودلې وه ، چې نور یې دطالبانو کیسه په بشپړ ډول پای ته رسولې ، دوی دهمدې فکر دالقاء لپاره دخپل مستند په پای کې یوه داسې صحنه جوړه کړې ، چې دقلعه جنګي په زیرخانو کې راایسار شوي طالبان ښیي ، هغه طالبان چې زیرخانو ته اوبه ورپریښودل شوي ، او له حتمي مرګ سره مخامخ دي ، اکثره یې وژل شوي ، یوازې یو ژوندی دی ، چې په ګوتو کې تسپې اړوي ، او ګواکې له مرګ نه وړاندې ذکر کوي ، کله یې چې اوبه لاندې کړي او ساه یې بنده شي ، نو له ګوتویې تسپې ولویږي ، تسپې داوبو بیخ ته ورسیږي ، او په دې توګه ددوی په زعم دطالب کیسه دتل لپاره دتاریخ برخه وګرځي او پای ته ورسیږي . مګر دپینټګان مغرورین هغه مهال خبر نه وو ، چې دفناء او بقاء واک دسپیني ماڼۍ په لاس کې نه بلکې دالله تعالی په لاس کې ده ، طالبان چې الله تعالی دخپل دین دساتنې لپاره انتخاب کړي هیڅ کله به یې هم کوم مادي زور ختم نه کړای شي ، ځکه الله تعالی ویلي ( وانتم الاعلون ان کنتم مؤمنین ) صدق الله العظیم ۲۰۱۳/۶/۱۹ مــیلادي
Posted on: Wed, 19 Jun 2013 07:20:26 +0000

Trending Topics



Recently Viewed Topics




© 2015