وزیر محمد ګل مومند وايي هغه توري او - TopicsExpress



          

وزیر محمد ګل مومند وايي هغه توري او الفاظ چې په پښتو کې د کنځلو په دود استعمالیږي پښتو توري نه دي، د نورو ژبو څخه اخیستل شوي، ددې معنی دا ده چې په پښتو کې اصلا کنځل نه شته. که دې وینا ته لږ ځیر شو ویلی شو چې پښتون کنځل نه کوي، هغه چې ځان ته پښتون هم وايي او بیا کنځلې کوي معلومیږي چې تش په نامه پښتون دی. زه کله ځینې تبصره کوونکو ته ډیر په تعجب کې پاتی شم، د پنجاب په تهمت کې مونږ دومره وکنځي چې خپله پښتو او پښتونواله په کې بایلي او د حال په ژبه ډیرو پنجابیانو ته پر ځان شرف ورکړي. تر ټولو زیاته د تعجب وړ خو یې دا ده چې دا اکثره هغه (پښتانه) وي چې د پښتونولۍ باټې یې په تبر هم نه ماتیږي!!
Posted on: Thu, 24 Oct 2013 15:22:10 +0000

Trending Topics



GAGAU Because we did not build a pipeline to fill our

Recently Viewed Topics




© 2015