ينه (Liver) اوروژه لکه مخکی چي وویل شول - TopicsExpress



          

ينه (Liver) اوروژه لکه مخکی چي وویل شول چي روژه په عمومي ډول سره پرټوله بدن باند ژورې اغیزې غورځوی، دهمدې اغیزوپه ترڅ کي پرینې(ځیګر) اودینې پروظیفو(Liver Function)باندی هم اغیزې کوي؛ که چيري دیوه ګرام لسمه برخه غذاومعدې ته ورشی نودبدن ټول نظام کارپیل کوي؛ چي په دې نظام کی ینه هم شامله ده، داچي په روژه کي ترڅوساعتونوپوری ومعدې ته هیڅ خوراک نه ورځی نوټول نظام خاموشه اوارام وی، چي ینه هم ارامه وی۔ اوس ساینس پوهانوداثابته اوکره کړېده چي دبدن وټول نظام ته په کال کی پکاردی چي یوه میاشت استراحت ورکول شی، اودااستراحت اړین دی؛ کله چي ینه دلسوساعتونواویاترډېروخت پوری په ارامه وی، نوددې استراحت څخه وروسته بیاینه وپوره کارته چمتوشی اوپه اینده وخت کی خپل ټول کاراوفعالیت په ښه ډول سره وسرته رسوي۔ دینې داستراحت سره سره دااغیزې وصفراء(Bile) ته هم رسیږی، چي په روژه کی صفراء دانسان په بدن کی ډېره کمیږي اودانسان دډېروستونځواوکړاوونوڅخه ژغوری۔ دروژې په هکله ډاکټرهلوک نوروايی: داسی ورځ به هم راشی په ټوله نړۍ کی به ټول انسانان دخپلې روغتیاپه موخه روژه و نیسی۔ (Quraanic Verses and Scientific Facts) نوربیا... په اسلامي پاکه مینه ستاسوورور عبدالغفارجُبیر
Posted on: Sat, 27 Jul 2013 14:11:50 +0000

Trending Topics



Recently Viewed Topics




© 2015