کندز دامام صاحب د ولسوالی چارواکی - TopicsExpress



          

کندز دامام صاحب د ولسوالی چارواکی ادعاکوی چی د حزب اسلامی دډلی مشر ګلبدین حکمتیار وراره چی د همایون جریر اوښی ښودل شوی نیولی دی . کابل : د کندوز د کندز ولایت امنیتی چارواکی ادعا کوی، چې د دولت د مخالفې ډلې د مشر ګلبدین حکمتیار وراره یې د امام صاحب په ولسوالۍ کې نیولى دى.د کندوز امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سیدسرور حسینی پژواک خبری اژانس ته وویل، چې صلاح الدین حکمتیار تېر ماښام له یوه ساتونکی او دوه ښځو سره یو ځاى، د امام صاحب د ګل تپې له سیمې تېرېده، چې د سیمه ییزو پولیسو له پوستې سره مخ شو، خو هغوى ته یې د پلټلو لپاره موټر ونه دراوه.هغه ادعا وکړه، چې په ورته وخت کې یې د موټر په وسیله یو پولیس وژلى او له هغه وروسته یې له ډېرې ورخطایۍ، یو هټۍ وال هم په ډزو سره وژلى دى.حسینی زیاته کړه، هټۍ وال محمدیوسف نومېده، ۶۵ کاله عمر یې درلود او صلاح الدین حکمتیار یې ویلی وو، چې پولیس دې وژلى او باید ودرېږې، خو هغه ورته پاملرنه نه وه کړې.د کندوز د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول وویل، د حکمتیار د وراره موټر د ډېر سرعت له امله چپه شوى او له هغه وروسته د تېښتې په هڅه کې و، چې د پولیسو له لوری ونیول شو.د امام صاحب ولسوالۍ امنیه قوماندان لومړی څارن امان الله ابراهیمی وویل، صلاح الدین حکمتیار له یادې پیښې یو ساعت وروسته، په داسې حال کې د یادې ولسوالۍ په اړونده سیمه کې ونیول شو، چې د موټر د اوښتو پر مهال یې لاس زیانمن شوى و.ابراهیمی وویل، پولیسو د هغه ساتونکى له یوه کلاشینکوف او همدارنګه هغه دوه ښځې، چې له دوى سره په موټر کې سپرې وې هم نیولی او یادو دوه مېرمنو هغه ته محرمیت هم نه درلود.د امام صاحب امنیه قوماندان زیاته کړه، صلاح الدین حکمتیار د کندوز د شېرخان بندر د تصدۍ برحاله کارکوونکى دى.د حکمتیار په مشرۍ اسلامی ګوند تر دې دمه په دې اړه څه نه دی ویلی.د ویلو ده، چې د ١٣٩٠ لمریز کال د غویی په میاشت کې، د انجنیر ګلبدین حکمتیار وراره حبیب الله شهاب د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د امریکایی ځواکونو په هوایی برید کې وژل شوى و.د اسلامی حزب د سرچینو په وینا، شهاب د ښوونځی د اتم ټولګی زده کوونکى و،اود امریکایی ځواکونو پروړاندې دجهاد په موخه،دغې سیمې ته تللى و. همداډول ویل کیږی چی د ګلبدین حکمتیارد یوی بلی میرمنی د لور میړه ښاغلې همایون جریر چی په خټه پنجشیرې او د وحیدالله سباؤن سره په ګډه په کابل کی په سیاسی او تجارتی سوداګری بوخت دی د ایران او پاکستان د استخباراتی کړیو په ملاتړ یی له ۱۹۸۹ کاله را په دی خوا لمړې په قبرس Cyprus او بیا د مالدیو Maldives’ په ټاپو وزمه کی د سولی ترنامه لاندی د یوی بین الافغانی جرګه ګۍ د سمونؤنکی چاری پر مخ بیولی همدا اوس د کابل اوتهران تر مینځ راشه درشه کوی . دویلو ده چی ښاغلې وحیدالله سباؤن چی د جهاد په کالونو کی یی د افغانستان داسلامی حزب د امنیت اواطلاعاتودکمیټې مسؤلیت هم په غاړه درلود د ښاغلی جریرسره یوځای په نویمه(۹۰مه )لسیزه کی د آذربایجان او آرمنستان ترمینځ په جګړه کی د آذربایجان په پلوی ځینی د حزب اسلامی افغانستان مجاهدین د ایران له لوری د آذربایجان پایتخت باکو ته آستول او د هریوه مجاهد د استولو په بدل کی به یی د یو زرو په شاو خوا کی هغه امریکائی ډالرترلاسه کول کوم چی د ایران – پاکستان او ترکې هیوادونو له لوری د ګډ تفاهم له مخی ورته ورکول کیدل او له دغه کم او زیاتو زر ډالرو څخه به له سلو تر دوه سوه ډالرو د مجاهد کورنې ته چه زیاتره یی د پاکستان په پنډ غالو په ځانګړی توګه د شمشتو په پنډ غالی کی اوسیدل ورکول کیدل اود پاته ډالرو یوه برخه به د حزب اسلامی افغانستان د مالی بنسټ د تقویه کولو تر نامه لاندی دحزب اسلامی خزانې ته سپارل کیدل او د څلورو سوه ډالرو په شاوخوا کی به د وحید الله سباؤ ن اوهمایون جریر ترمنځ له ویشل کیدو وروسته د شخصی ملکیت تر نامه لاندی په انګلستان او نورو هیوادونو کی پری د تجارتی او لوی لوی شرکتونو په بڼه په پانګه آؤښتی
Posted on: Fri, 08 Nov 2013 04:41:33 +0000

Trending Topics



tyle="min-height:30px;">
A very nice story.. An Anthropologist proposed one game to the

Recently Viewed Topics




© 2015