مریکايي سناتورافغانستان ته د مرستو - TopicsExpress



          

مریکايي سناتورافغانستان ته د مرستو د بندولو خبرداری ورکړ Friday, 25 October 2013 14:15 لیکنه: تاند تبصره ولیکئ 1 څانګې خبرونه اصلي لینک خپروونکی: تاند taand تاند- د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې رييس وايي، له افغانستان سره په دې شرط د مرستو د دوام ملاتړ کوي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د منلو وړ امنیتي – دفاعي تړون موجود وي. د افغانستان او امریکا ترمنځ پر امنیتي موافقه له ډېرې مودې راهیسي بحث روان دی. د دیموکرات ګوند سناتور کرل لیفین، چې د دغه هیواد په مشرانو جرګه کې د مشیګان ایالت استازیتوب کوي، له امنیتي موافقې سره د افغانستان د مرستو د تړلو مسله د پنجشنبې په ورځ له افغانستان څخه د ستنېدو په مهال په یوه خبرپاڼه کې یاده کړې ده. ده د افغانستان د سفر په ترڅ کې له ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل. په خبرپاڼه کې راغلي: لیفین د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته ویلي: که په لنډ وخت کې د دوو هیوادونو ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک نه شي امریکا به له افغانستان سره مرستې جاري ونه ساتلی شي. د روانې میاشتې په لومړیو کې کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د سفر په ترڅ کې دواړه خواوې په امنیتي موافقه کې د لویو اختلافي مسایلو په حل کولو بریالي شول خو له ۲۰۱۴ وروسته د پاتې کېدونکو امریکايي پوځیانو د قضايي صلاحیت پر سر موافقې ته ونه رسېدل او د افغانستان ولسمشر په دې اړه پرېکړه لویې جرګې او ملي شورا ته وسپارله. ټاکل شوې ده چې د راتلونکې میاشتې په وروستیو کې مشورتي لویه جرګه دایره شي څو په دې اړه دولت ته نظر ورکړي. د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې له رييس سره په کتنه کې وویل، افغانستان له امریکا سره د اوږدمهالو اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی او هره هغه موافقه د افغانانو لپاره د منلو ړ ده چې د افغانستان ګټې پکې نغښتې وي. سناتور کارل لیفین د افغانستان ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې هیواد یې له افغانستان سره د اوږدمهالو او پیاوړو اړیکو غوښتونکی دی. Leave a Reply Your email address will not be published. Required fields are marked * Name * Email * Website Comment You may use these HTML tags and attributes:
Posted on: Fri, 25 Oct 2013 16:28:34 +0000

Trending Topics



Recently Viewed Topics




© 2015